English For Afghans
“English for Afghans” is a complete nine-stage, nine-book self-study programme that takes Afghan learners from the alphabet to confident English proficiency, without the need for an English teacher.
Designed for Afghan learners worldwide, it is especially created for newly arrived Afghan families in the United Kingdom, the United States, Canada, Australia, New Zealand and other English-speaking countries. It also supports learners inside Afghanistan, including Afghan girls with limited access to formal education. The lessons are explained in a clear, simple and easy-to-understand way, with full support in both Pashto and Dari. Every English word and sentence includes pronunciation in Afghan script, helping readers read and pronounce English more accurately.
Each lesson has a clear learning focus, with new grammar points highlighted in red. Dari meanings and explanations are shown in blue, while Pashto meanings and explanations are shown in black. Practical examples, real-life dialogues and useful words and expressions are also included. The lessons are built around real-life situations in English-speaking communities, including shopping, transport, healthcare, education, work, appointments, public services and everyday conversations. Across the full series, learners study over 1,000 lessons and dialogues, more than 12,000 words and expressions and around 20,000 real-life English examples.
The lessons are carefully connected in a progressive chain. Each new lesson builds on the grammar, vocabulary, sentence patterns, dialogues and pronunciation already introduced in previous lessons, while regularly reviewing and strengthening earlier learning. For this reason, all learners are strongly encouraged to begin from Stage 1: Beginner, regardless of their current English level, so they can build a complete, accurate and confident foundation. Every Afghan family is encouraged to keep one copy of each stage at home. Together, the nine books become a lasting English-learning resource for children, parents and future generations a personal English teacher to use again and again.
د افغانانو لپاره انګلیسي
” د افغانانو لپاره انګلیسي“ یو بشپړ نهه پړاوه او نهه کتابه پروګرام دی چې د ښوونکي له اړتیا پرته د خپلواکې زده کړې لپاره جوړ شوی دی. دا پروګرام افغان زده کوونکي له الفبا څخه تر باوري انګلیسي وړتیا پورې رسوي.
دا پروګرام د نړۍ په کچه د افغان زده کوونکو لپاره جوړ شوی، په ځانګړي ډول د هغو تازه را رسېدلو افغان کورنیو لپاره چې په بریتانیا، د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، استرالیا، نیوزیلنډ او نورو انګلیسي ژبو هېوادونو کې ژوند کوي. دا پروګرام د افغانستان دننه له زده کوونکو سره هم مرسته کوي، په ځانګړي ډول له افغان نجونو سره چې رسمي زده کړو ته محدود لاسرسی لري.
درسونه په روښانه، ساده او د پوهېدو وړ ژبه کې تشریح شوي، او په پښتو او دري دواړو ژبو کې بشپړ ملاتړ لري. د هرې انګلیسي کلمې او جملې تلفظ په افغاني لیکدود کې ورکړل شوی، څو لوستونکي وکولای شي انګلیسي په سم، روښانه او دقیق ډول ولولي او تلفظ یې کړي.
هر درس روښانه زده کړیز تمرکز لري. نوي ګرامري ټکي په سور رنګ ښودل شوي، دري معناوې او تشریحات په آبي رنګ، او پښتو معناوې او تشریحات په تور رنګ وړاندې شوي دي. عملي بېلګې، د واقعي ژوند خبرې اترې، او هغه ګټورې کلمې او اصطلاحات هم پکې شامل دي چې په انګلیسي ژبو ټولنو کې په ورځني ژوند کې کارول کېږي.
درسونه د ورځني ژوند پر واقعي حالتونو ولاړ دي، لکه پېرودنه، ترانسپورت، روغتیايي خدمتونه، زده کړې، کار، ملاقاتونه، عامه خدمتونه او ورځنۍ خبرې اترې. په ټوله لړۍ کې زده کوونکي له ۱۰۰۰ څخه زیات درسونه او خبرې اترې، له ۱۲۰۰۰ څخه زیاتې کلمې او اصطلاحات، او شاوخوا ۲۰۰۰۰ د واقعي ژوند انګلیسي بېلګې زده کوي.
درسونه په دقت سره د یوه پرله پسې پرمختیايي ځنځیر په څېر سره تړل شوي دي. هر نوی درس پر هغه ګرامر، لغتونو، د جملو جوړښتونو، خبرو اترو او تلفظ ولاړ دی چې په پخوانیو درسونو کې وړاندې شوي دي، او پخوانۍ زده کړه په منظم ډول بیا تمرین او پیاوړې کېږي. له همدې امله، ټولو زده کوونکو ته په کلکه سپارښتنه کېږي چې د خپلې اوسنۍ انګلیسي کچې په پام کې نیولو پرته له لومړي پړاو، یعنې له (بېګېنَر)، څخه پیل وکړي، څو د انګلیسي لپاره یو بشپړ، سم او باوري بنسټ جوړ کړي.
هره افغان کورنۍ هڅول کېږي چې د هر پړاو یوه کاپي په کور کې ولري. دا نهه کتابونه په ګډه د ماشومانو، والدینو او راتلونکو نسلونو لپاره د انګلیسي زده کړې یوه تلپاتې سرچینه ګرځي؛ داسې شخصي انګلیسي ښوونکی چې بیا بیا ترې ګټه اخیستل کېدای شي.
انگلیسی برای افغان ها
”انگلیسی برای افغانها“ یک برنامهٔ کامل نه مرحله ای و نه کتابی است که به زبان آموزان افغان کمک میکند تا بدون نیاز به معلم انگلیسی، از الفبا تا مهارت بااعتماد در زبان انگلیسی پیش بروند.
این برنامه برای زبان آموزان افغان در سراسر جهان طراحی شده است، به ویژه برای خانواده های افغان تازه وارد که در بریتانیا، ایالات متحدهٔ امریکا، کانادا، استرالیا، نیوزیلند و دیگر کشورهای انگلیسی زبان زندگی میکنند. این برنامه همچنان از زبان آموزان داخل افغانستان حمایت میکند، به ویژه از دختران افغان که دسترسی محدود به آموزش رسمی دارند.
درسها به گونهٔ روشن، ساده و قابل فهم توضیح داده شده اند و در هر دو زبان پشتو و دری پشتیبانی کامل دارند. تلفظ هر کلمه و جملهٔ انگلیسی با خط افغانی ارائه شده است تا خوانندگان بتوانند انگلیسی را درست تر، روشن تر و دقیق تر بخوانند و تلفظ کنند.
هر درس تمرکز آموزشی روشنی دارد. نکات جدید گرامری با رنگ سرخ نشان داده شده اند، معناها و توضیحات دری با رنگ آبی، و معناها و توضیحات پشتو با رنگ سیاه ارائه شده اند. مثالهای کاربردی، گفت وگوهای واقعی، و کلمه ها و عبارت های مفیدی نیز شامل شده اند که در زندگی روزمره در جامعه های انگلیسی زبان استفاده میشوند.
درس ها بر اساس موقعیت های واقعی زندگی ساخته شده اند؛ مانند خرید، ترانسپورت، خدمات صحی، آموزش، کار، ملاقاتها، خدمات عمومی و گفت وگوهای روزمره. در سراسر این مجموعه، زبان آموزان بیش از ۱۰۰۰ درس و گفت وگو، بیش از ۱۲۰۰۰ کلمه و عبارت، و حدود ۲۰۰۰۰ مثال واقعی انگلیسی را می آموزند.
درسها با دقت مانند یک زنجیر پیش رونده و پیوسته به هم وصل شده اند. هر درس جدید بر گرامر، کلمه ها، ساختارهای جمله، گفت وگوها و تلفظی بنا شده است که در درسهای قبلی معرفی شده اند، و یادگیری پیشین به گونهٔ منظم دوباره تمرین و تقویت میشود. به همین دلیل، به همهٔ زبان آموزان توصیه میشود که بدون در نظر گرفتن سطح فعلی انگلیسی خود، از مرحلهٔ اول، یعنی (بېګېنَر)، آغاز کنند تا برای انگلیسی یک بنیاد کامل، درست و بااعتماد بسازند.
هر خانوادهٔ افغان تشویق میشود که از هر مرحله یک نسخه در خانه داشته باشد. این نه کتاب در کنار هم به یک منبع ماندگار یادگیری انگلیسی برای کودکان، والدین و نسل های آینده تبدیل میشوند؛ مانند یک معلم شخصی انگلیسی که بارها و بارها میتوان از آن استفاده کرد.


